About وا معتصما
وامعتصما کتاب د اسلامي امت د بې وسو لوڼو د مظلوميت انځور دی.
د نړۍ په بدنامو زندانو کې د مسلمانو خويندو د حسرت چيغې او فريادونه، چې ځوانانو ته د غيرت خطاب کوي. د هغوی ستړې او زخمي ارواوې شپه او ورځ د کائناتو رب ته زارۍ کوي او د ځمکې پر مخ ورنه د يو بل معتصم او محمد بن قاسم د پيدا کېدو غوښتنه کوي تر څو په دوی باندې غيرت وکړي او د ذلت زولنې يې له لاسونو څخه خلاصې کړي.
د ابو غريب، ګوانتنامو او باګرام له وحشي غېږې د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د امت لوڼې د وخت ځوانانو ته چيغې وهي او د درد په ژبه ورته د بشري ځناورو په لاس د خپلو لوټ شويو عفتونو کيسه کوي. هغه خويندې چې سترګې يې د غم او اميد له اوښکو ډکې او په بدن يې د ظلم خاپونه جوړ دي او د زندان د تورو تمبو تر شا شپه ورځ ساړه اهونه او خپې سلګۍ وهي، سرونه يې د زندان له دېوله سره نښلولي، غوږونه يې د تکبير د ملکوتي انګازو په انتظار او سترګې يې د کوم معتصم او محمد بن قاسم د ورتلو په انتظار سپينې شوې. هغوی په دې هيله چې د دې پراخ جهان په کوم کونج کې به بيا کوم معتصم باالله يا محمد بن قاسم را پيدا شي زموږ د وامعتصما او وامحمدا! کوکې به واوري او لبيک به ورته ووايي، د ظلم زندانونه به دړې وړې کړي، موږ ته به د ازادۍ له پيغام سره ګلونه په لاس راشي، د وحشت ځنځيرونه به مات کړي او زموږ د لوټ شوي عصمت او عفت انتقام به له دې ځناورو څخه واخلي، دا خويندې په همدې انتظار شپې سهار کوي او د مسلمه امت ځوانانو ته خپل په وينو ليکلي پيغامونه د زندان له غېږې را لېږلي دي.
په دې کتاب کې د دې خويندو د مظلوميت کيسې او د اسلامي امت ځوانانو ته يې پيغامونه را ټول شوي، ښاغلي ورور نقيب الله (( احمدي )) د خپل مسؤليت او د اسلامي امت ځوانانو ته د دې خويندو د پيغام رسولو په تکل دا څو پاڼې د زړه په وينو رنګينې کړې دي. هيله ده د هر با درده مسلمان په زړه کې به کړيکه او درد پيداکړي او د دې خويندو د ازادۍ او محکومې اسلامي نړۍ د خدمت لپاره به مټې را ونغاړي.
هدایت
والسلام
by M####:
د پردی او غیراسلامی فرهنګ څخه د خلکو د ساتلو ښه لاره اسلامی مطالعه ده, که هغه مذهبی یا تاریخی وی, او بیا هم آفرین دی وی او د خدای رحمت دی وی پر هغو نومیالیو لیکوالانو چی په دغه ناسم حالت کی بیا هم خلکو ته علمی او فرهنګی خدمت کوی کوم چی له ټولو نه ښه کار دی او سخت هم.سبحان الله